ایکناخبری آژانس دالجزیره له قوله راپور راکړ، د هندوستان پولیسو پرون په یوې اعلامیې کې وئيلي دی، یو کس ئې د هغو دوو مسلمانو ځوانانو د قتل په تورونو چې د یوې غوا دقاچاق په پلمه تښتولي وو ،ونیول شو.
ددغو دواړو سوځول شووکسانو مړي د تیرې پنجشنبې د هندوستان په شمال هریانه صوبې کې له بې درکه کیدا یوه ورځ وروسته پیدا شول.
د هریانه صوبایی اعلی وزیر آشوک جیلو ،پخپل یوه ټولنیز پيغام کې دغه دواړه جنایتونه محکوم کړي او ډاډ ئې ورکړی چې د عاملانو په ضد به جدي اقدامات وکړي.
ددغو دواړو قربانیانو کورنیو چې د راجستان صوبې اوسیدونکي دي ،پولیس ته پخپل شکایت کې د هندو ملی پال تنظیم (باجرنګ دل)سره اړونده پنځو کسانو نامې ذکر کړي دي .
د پولیسو یوه افسر شیام سینګ فرانس پریس خبري آژانس ته وئیلري دي ، مونږ تر دې دمه په دغه جنائي دوسیې کې یو کس نیولی دی او په نورو کسانو پسې یوو. د راجستان پولیسو اعلامیې تائيد کړې چې نیول شوی کس د ټیکسي ډرائيور دی چې د غواګانو د ساتنې په ډلو کې فعالیت کوي.
په هندوستان کې په ۲۰۱۴کال کې د لومړي وزیر په توګه د نریندرا مودي واک ته د رسیدا له وخت راهسې په هندوستان کې د وسلوالو ډلو ټپلو شمیر زیات شوی دی چې په سترو لاور کې ګزمې کوي څو په درستو سرحدي پولو کې د غواګانو او مالونو د ځاي په ځاي کولو مخه ونیسي.